مطبوعاتي خبرپاڼه
۱۳۹۸/۱۲/۲۶
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کرونا ویروس خپرېدو ته په پام له طالبانو سره د افغان دولت د بندي زندانیانو د روغتیایي وضعیت او د هغوی د ساتلو د شرایطو په اړه اندېښمن دی. په داسې حال کې چې نړیوال بې طرفه بنسټونه په منظمه توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت له زندانونو لیدنه کوي او دولت د زندانیانو لپاره اړینې مراقبتي تابیاوې هم په پام کې لري، له طالبانو غواړو چې د ورسره بندیانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدو ترڅنګ نړیوالو بې طرفه بنسټونو ته زمینه برابره کړي ترڅو د دغو زندانیانو د روغتیایي وضعیت او د ساتلو د شرایطو او له کرونا او نورو ګواښونکو ناروغیو څخه د خوندي ساتلو په اړه یې وضاحت رامنځته شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت
د سولې په چارو کې د دولت وزارت
