مطبوعاتي خبرپاڼه: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مذاکره‌کوونکي پلاوي ټاکل کېدل

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۱:۴۴
Press Release

له ښکېلو داخلي اړخونو سره د دوامدارو او هر اړخیزو سلامشورو او د حکومت د جدي هڅو په پایله کې د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ۱۵ کسیز مذاکره کوونکی پلاوی وټاکل شو. د افغانستان د اسلامي جمهوریت له امریکا متحدو ایالتونو سره د پروسې د راتلونکو پړاوونو په اړه هوکړه لري.

د دغه پلاوي په ټاکلو کې پوره هڅه شوې چې سیاسي، ټولنیز او قومي بېلابېل والی په پام کې ونیول شي.

دغه پلاوی د خبرو اترو د پیل او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نظام له ارزښتونو او لاسته‌راوړنو د دفاع لپاره پوره چمتووالی لري.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د تلپاتې، عادلانه او باعزته سولې ټینګښت ته پوره ژمنتیا لري او په تېرو پنځو کلونو کې یې دغه ژمنه په عمل کې ښودلې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیمې او سیمې هاخوا په کچه له دولت سره د دولت ستراتیژیکې اړیکې د هېواد په ټیکاو کې یو بنسټیز اصل بولي چې له دې منځه د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ ستراتيژیکې اړیکې پراخ اهمیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه