مطبوعاتي خبرپاڼه

a.zia
جمعه ۱۳۹۸/۱۲/۲ - ۱۶:۳۵
SMP

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې په لار کې له موجودو ټولو فرصتونو استفاده کوي تر څو ولس او هېواد د جګړې له دې اوږدې غمیزې وژغوري. له همدې امله دولت د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له ‌پروسې سره همکاري کړې او په منظمه توگه یې د دې لړۍ د ټولو اجراآتو او انکشافاتو پر وخت معلومات اخیستي.
اوسمهال چې تر بل هر وخت د تاوتریخوالي د کمېدو، د جنگ د درېدو او سولې خوا ته د عملي گامونو د اوچتېدو هیله پیاوړې شوې موږ په پروسه کې فعال حضور او له خپلې خوا د هر لازم اقدام پوره چمتووالی لرو او هیله لرو چې مقابل لوری هم د خپلو تعهداتو د پوره کولو پوره اراده او توان وښیي.
هره شېبه د تاوتریخوالي د کمېدو د پیل وخت ته نږدې کېږو. د ټول ولس دا دعا ده چې لوی خدای (ج) دې د سولې سپېڅلي هدف ته د رسېدو توفیق را په برخه کړي.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه