مطبوعاتي اعلامیه
ترهګرو د خپلو جنایتکارانه اعمالو په دوام نن سهار د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر د رئیس محترم خشنود نبيزاده پر موټر برید وکړ. له نېکه مرغه دغه برید ځاني زیانونه وانهړول او ښاغلی نبيزاده روغ ترې ووت. دا برید په اصل کې د افغانستان د سولې پر بهیر، د سولې د جوړښتونو پر مهمو غړو او د دې برخې پر هغو فعالانو برید دی چې ژوندونه یې د سولې بهیر ته وقف کړي. موږ دغه برید په کلکو ټکو غندو او باید ووایو په داسې حال کې چې د سولې هڅې روانې دي، دغومره تاوتریخوالی د افغانستان خلکو ته د منلو نه دی. له نړیوالې ټولنې او د سولې بهیر له ملاتړو غواړو چې د روان تاوتریخوالي په درولو کې خپل ملاتړ ډېر کړي.
