مطبوعاتي اعلامیه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یو اصل په توګه د افغانانو ترمنځ د هر ډول ډیالوګ هرکلی کوي، خو په دې تمه چې د سولې په پروسه کې یو ګام مخکې ولاړ شو. د ګډونوالو د انتخاب طریقې او د اجنډا تنظیم ته په پام د دوحې ډیالوګ بریالۍ تجربه وه او د سولې پروسې د مخته وړلو لپاره یې رغنده لاره روښانه کړه.
پر ټولشمول والي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر مرکزي رول زموږ ټینګار پر خپل ځای دی.
اوسمهال په دوست هېواد چین کې د ډیالوګ د جوړېدو په جزیاتو خبرې روانې دي او په هغه صورت کې چې د منلو وړ معیارونه یې په پام کې نیولي وي په دغه پروګرام کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیسو.
