مشورتي ناستې د سولې په بهیر کې د خلکو ونډه زیاتوي

a.zia
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۱۳:۱۹
SMP

د پروان ولایت د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام له رئیسې لیلا جعفري سره په لیدنه کې د سولې بهیر او د دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په اړه خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړل. 
د ناستې په پیل کې مېرمن جعفري د سولې په چارو کې د دولت وزارت او د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو په جوړولو سره د سولې په بهیر کې د خلکو د ونډې ډېرولو په هڅه کې دی. 
نوموړې همدا راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت او مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ د دوامداره ارتباط غځېدا ته په اشارې سره وویل د مدني ټولنې بنسټونو د ارتباطي پل په توګه مهم مسؤولیت لري او کولی شي وزارت ته د خلکو د نظرونو او لیدلورو په لېږد کې همکاري وکړي. 
د مدني ټولنې دغو فعالانو په اسلام کې د سولې او پخلاینې پر ځای او په ټولنه کې یې په لوړه اړتیا په ټینګار سره وویل چې باید د افغانانو ترمنځ سوله او پخلاینه وشي او له ناراضه ډلو سره سوله وشي. 
هغوی په هېواد دننه د ملي اجماع او د باور فضا پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ملي اجماع او باور فضا جوړولو لپاره باید کار وشي.
دغو فعالانو همدا راز د جګړې د لاملونو ريښې موندلو او راسپړلو ته په اشارې سره وویل چې اړتیا ده د جګړې عوامل مطالعه او او وپېژندل شي او وروسته د همدغو عواملو په رڼا کې د سولې لپاره هڅې وشي. 
د ناستې پر دوام د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې په ناسته کې د مدني ټولنې د استازو له ګډون څخه مننه وکړه او د هغوی له خوا مطرح شوو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل. 
مېرمن جعفري زیاته کړه چې حکومت د تلپاتې، باعزته او عدالت‌محوره سولې په هڅه کې دی؛ خو د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې ټول خلک په ځانګړې توګه د مدني ټولنې بنسټونه خپل مسؤولیت ادا کړي. 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې همدا راز وویل چې د سولې لپاره ملي اجماع شته ده او سیمه‌ییزه اجماع هم جوړه شوې ده. دې د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ د سولې لپاره د سیمه‌ییزې همپالنې د جوړېدو ښه بېلګه یاده کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه