مسوول ځوانان د افغانستان برخه‌لیک بدلولای شي

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۱۰:۳۴
smp



د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د ښځو شبکې او د سولې د عدالت‌غوښتونکو ځوانانو ډلې له یو شمېر غړو سره په ناسته کې وویل چې مسوول ځوانان د افغانستان برخه‌لیک بدلولای شي.
دې د ټولنیزې سولې په رامنځته‌کولو کې د ښځو او ځوانانو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی پر خپلو وړتیاوو په تکیې سره د ټولنیزې سولې په رامنځته کولو کې فعال رول لرلای شي.
آغلې جعفري وویل چې ټولنیزه سوله کوم وارداتي شی نه دي او یو بل منل د خلکو له کورونو پیلېږي.
دې وویل چې د جګړې یوازېنی بدیل سوله ده او زیاته یې کړه چې ځوانان باید مسوولیت‌منونکي وي او لکه څرنګه چې وزارت به په دغه بهیر کې دوی ته ونډه ورکړي، ځوانان هم خپل رول په آګاهانه او مسوولانه ډول ادا کولای شي.
آغلې جعفري وویل چې د افغانستان دولت به د ښځو له حضور پرته د خبرو هېڅ مېز ته نه کېني او زیاته یې کړه چې ځوانان سوله‌جوړوونکي دي، باید د کابل او ولایتونو د ځوانانو تر منځ راغلی درز لرې شي او ټول ځوانان په همکارۍ او یووالي سره د سولې لپاره کار وکړي.
بل پلو د افغان ښځو د شبکې او د سولې د عدالت‌غوښتونکو ځوانانو ډلې د عدالت‌غوښتنې د برخې مسوولې روشن مشعل د دې ډلې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په دې ډله کې ځوانان له کابل او ولایتونو څخه په ټاکنیز ډول د ازموینې تر ورکولو وروسته ټاکل شوي دي. همدارنګه آغلې مشعل وویل چې دا ډله د ټولنیزې سولې د پوهاوي په برخه کې له څلورو کلونو راهیسې فعاله ده.
د سولې د عدالت‌غوښتونکو ځوانانو د ډلې غړې شمایل زارع د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې ځوانانو ته د سولې په برخه کې د کار کولو فرصت ورکړي؛ ځکه ځوانان اغېزناک دي او په دې برخه کې د کار کولو وړتیا لري.
همدارنګه د سولې د عدالت‌غوښتونکو ځوانانو د ډلې غړي اسرار شینواري د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د سولې لپاره د ځوانانو د ډلې وړاندیزونه شریک کړل. د سولې په بهیر کې د ځوانانو ښکېلول او د سولې په برخه کې ځوانانو ته د پوهاوي زمینه برابرول د دې ډلې په وړاندیزونو کې وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه