مذاکره‌کوونکی ټیم به د افغانانو له واحد دریځ استازیتوب وکړي

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۸:۲۱
SMP

«د سوېل ختیځ زون عالي کمیسیون» د رهبرۍ شورا غړو د مذاکره‌کوونکي ټیم له غړو، فوزیې کوفي، شریفې زرمتۍ وردګ، ایوب انصاري او حبیبې سرابي سره په لیدنه کې د خپلو لیدلورو او غوښتنو په مطرح کولو سره له هغوی وغوښتل چې د سولې په مذاکراتو کې خپلې هڅې د هېواد پر ملي ګټو متمرکزې کړي. 
د سوېل ختیځ زون عالي کمیسیون د رهبرۍ شورا غړو د سولې په بهیر کې د قومي مشرانو رول مهم وباله او له مذاکره‌کوونکي ټیم یې وغوښتل چې د سولې بهیر د لا ډېر مؤثریت لپاره د قومي مشرانو په ځانګړې توګه هغو کسانو چې په قومي جرګو او د شخړو په حل کې تجربه لري یوه درېیمګړې منځنګړې ډله جوړه کړي. 
د ناستې ګډونوالو د خلکو د غوښتنې په توګه د اوربند اعلان او د سولې بهیر پر ښه‌والي ټینګار وکړ او ویې ویل اړینه ده چې د دولت او ملت ترمنځ د باور فضا پیاوړې شي. 
د سولې اړوندو جوړښتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د سولې په ادبیاتو کار کول، له بېلابېلو پاړکو سره سلا مشورې، د سولې په بهیر کې د ټولو قومونو ښکېلول او د ملي او نړیوالې اجماع جوړولو لپاره کار هغه موارد وو چې له مذاکره‌کوونکي ټیم سره شریک شول. 
د مذاکره‌کوونکي ټیم غړې فوزیې کوفي «د سوېل ختیځ زون عالي کمیسیون» د رهبرۍ شورا له غړو په مننې وویل، مذاکره‌کوونکی ټیم به د افغانانو له واحد دریځ استازیتوب وکړي او دا یې غوره وبلله چې د مذاکراتو په منځپانګه چې د خلکو ګډ دریځ او غوښتنې دي تمرکز وشي. دې په دې ټکي په ټینګار سره چې مذاکره‌کوونکی ټیم به د افغانستان د خلکو له ارزښتونو دفاع کوي وویل چې اړتیا ده د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلکو د منل شوو ارزښتونو د دفاع لپاره سره یو شو. 
له بلې خوا د مذاکره کوونکي ټیم بلې غړې شریفې زرمتۍ وردګ وویل چې دغه ټیم له بېلابېلو پاړکو سره ګڼې ناستې کړې او له دغو نظرونو د سولې مذاکراتو د مېکانېزم په بډاینه کې کار اخیستل کېږي. 
د مذاکره‌کوونکي ټیم بل غړي جنرال ایوب انصاري هم د مذاکره‌کوونکي ټيم د کاري ډول په اړه د معلوماتو په ورکړې سره وویل چې دغه ټیم به په مذاکراتو کې لازمې چانې وهي او وروستۍ پرېکړه به د افغانستان خلک کوي. 
د مذاکره‌کوونکي ټیم بلې غړې حبیبې سرابي وویل ټیم به هڅه کوي چې هرڅه ژر اوربند پلی شي. 
نوموړې همدا راز وویل د مذاکراتو په لړ کې به د بحث وړ مواردو لپاره د اړتیا په صورت کې خلکو ته مراجعه کوي. 
مذاکره‌کوونکي ټیم له جوړېدو وروسته د ټولنې له بېلابېلو پاړکو چې ښځې، ځوانان، علما، مشران او قومي مخور، د مدني ټولنې بنسټونه او د ټولنې نور پاړکي شاملېږي لیدنې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه