له یو شمېر ښځینه فعالانو سره د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۳:۴۲
meeting

یو شمېر ښځینه فعالانو نن له غرمې وروسته د جمهور رئیس له ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت له وزیر عبدالسلام رحیمي سره وکتل او د سولې د پروسې او له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه یې خپلې اندېښنې او وړاندیزونه شریک کړل. 
هغوی د جګړې اصلي قربانیان ښځې وبللې او د سولې په اوسنیو پیل شوو خبرو کې یې د هغوی د حقونو او لاسته‌راوړنې په ساتلو ټینګار وکړ. 
دغو ښځو چې د بېلابېلو اقشارو استازولي یې کوله څرګنده کړه چې د سولې له پروسې به ملاتړ کوي او د سولې په چارو کې د دولت له وزیر یې وغوښتل چې له طالبانو سره د مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې ښځو ته پام وشي ترڅو د افغان مېرمنو رښتینی غږ ورسوي. 
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د سولې په شان ملي پروسو کې د ښځو د با اهمیته رول په اړه د ټینګار تر څنګ وویل چې ښځې خپله د خپلو حقونو د خونديتوب لپاره پیاوړې جبهه ده او اوس کولای شي د سولې په پروسه کې ارزښتناک رول ولري. 
نوموړي زیاته کړه چې د ښځو ونډه به له پامه نه غورځول کېږي او د ښځو واحد غږ ته به درناوی کېږي. 
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه