له یو شمېر متشبثو ښځو سره د مذاکرهکوونکي ټیم د غړو مشورتي لیدنه
د مذاکرهکوونکي ټیم غړو شریفې زرمتۍ وردګ او فوزیې کوفي له یو شمېر متشبثو ښځو سره وکتل او د سولې په بهیر کې یې د ښځو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
لومړی د مذاکرهکوونکي ټیم غړې شریفې زرمتۍ وردګ د سولې بهیر د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د سولې بهیر د ښهوالي لپاره د ټولنې د ټولو پاړکو په تېره بیا د ښځو نظرونو ته اړتیا ده.
متشبثو ښځو د سولې په بهیر کې د خپل شتون پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې غواړو د سولې د مذاکراتو په لړ کې د ښځو د حقونو په اخیستو او د دوی د لاستهراوړنو په ساتلو کې فعال رول ولرو.
دوی وویل چې د ښځو له شتون پرته به د سولې بهیر بریالی نه وي او زیاته یې کړه چې د سولې بهیر په جریان کې باید شرایط روښانه او څرګند وي او متشبثې ښځې به هم د مذاکرهکوونکي ټیم ملاتړ وکړي.
همدارنګه دغو متشبثو ښځو وویل چې د مذاکراتو د جریان او تر مذاکراتو د وروسته وخت لپاره د اقتصادي طرحو په وړاندې کولو سره چمتو دي چې په اقتصادي برخو کې همکاري وکړي.
د غونډې په دوام د مذاکرهکوونکي ټیم غړې فوزیې کوفي له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل، اړتیا ده چې سولې ته اقتصادي کړنلاره ورکړل شي. دې ټینګار وکړ چې باید د متشبثو ښځو اقتصادي فرصتونه وساتل شي. له دې امله اړتیا ده چې دغه ښځې د سولې په بهیر کې همکارې وي او د خپل غږ په پورته کولو سره ځان د سولې په بهیر کې ښکېل کړي.
دې وویل، باید د مذاکرهکوونکي ټیم او متشبثانو تر منځ اړیکه جوړه شي تر څو له مذاکراتو وروسته د طالبانو د بیا ادغام، د کار د زمینې برابرولو او بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي.
آغلې کوفي وویل، په پام کې ده چې د مذاکرهکوونکي ټیم تر څنګ کمېټې جوړې شي تر څو په هغو کې بېلابېل پاړکي مذاکرهکوونکي ټیم ته مشورې ورکړي.
