له یو شمېر رسنیزو شنونکو او کارپوهانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت ناسته
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري نن د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې د سولې برخې له یو شمېر مخکښو رسنیزو کارپوهانو او شنونکو سره ولیدل.
په دغه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر په دوحه کې د سولې مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ښاغلي نادري د سولې په چارو کې د دولت وزارت فعالیتونو ته په اشارې سره وویل چې دغه وزارت د خلکو او سولې د جوړښتونو ترمنځ د نښلون ټکی دی او موږ هڅه کوو چې د خلکو، مذاکرهکوونکي پلاوي او دولت ترمنځ دوامداره اړیکه وساتو.
ښاغلي نادري همدا راز د سولې په بهیر کې د مخکښو روڼاندو او نظر خاوندانو پر رول ټينګار وکړ او د سولې په برخه کې یې د روڼاندو او نظر خاوندانو د معنادارې ښکېلتیا لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړښتي نوښتونو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.
ګډونوالو هم د سولې پروسې د بېلابېلو اړخونو په اړه تفصیلي نظرونه شریک کړل. هغوی ټینګار وکړ چې بهیر باید د هېواد له لوړو ګټو، لاستهراوړنو ساتنې او د اساسي حقونو لهمخې د خلکو د آزادیو ساتنې سره اړخ لګوونکی وي.
ګډونوالو د دولت او ملت د همپالنې د لا ښهوالي په برخه کې وړاندیزونه هم وړاندې کړل. دوی د مطالعاتي مرکزونو په ګډون د جوړښتونو رامنځتهکول هغه لارې وبللې چې کولی شي له لارې یې د خلکو او پوهانو لیدلوري واخیستل شي. ګډونوالو همدا راز د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال عبدالله خنجاني د دغې ناستې په راټولونه کې د سولې ستراتیژیک مطالعات مهم وبلل او ویې ویل چې دا چاره د سولې وزارت په جوړښتي اصلاح کې په پام کې نیول شوي دي. ده همدا راز وویل د نورو وړاندیزونو په اړه هم اقدامات شوي او کار پرې روان دی.
ښاغلي خنجاني د دا ډول ناستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې په نورو ناستو کې به له لا ډېرو جزئیاتو سره د وړاندیزونو په اړه خبرې وشي.
