له کریم امین سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
له سیاسي شخصیتونو سره د لیدنو په لړ کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر له سیاسي شخصیت ښاغلي کریم امین سره وکتل.
په دې لیدنه کې چې د ملي اجماع د ټينګښت او پیاوړتیا په برخه کې د مشورې لپاره ترسره شوه د سولې بهیر او شته حاکمو جریاناتو په اړه بحث وشو.
له سیاسي شخصیتونو، د مدني ټولنې له استازو، علماوو، ښځو او د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشورتي ناستې دوام لري.
