له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې قانون او د ښځو او ماشومانو د ځورولو د منعې قانون په اړه د پوهاوي دوه‌ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۳:۴۴
Smp

 

له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې قانون او د ښځو او ماشومانو د ځورولو د منعې قانون په اړه د پوهاوي دوه‌ورځنی ورکشاپ پرانسیتل شو چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د دغه وزارت کارکوونکو ګډون پکې کړی و.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په پیل کې د افغانستان د ښځو غورځنګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، که څه هم د ښځو مبارزې له پخوا راهیسې روانې دي خو لا هم له ښځو سره په بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالی کېږي.

ډاکتر عالمې وویل چې د دغه دوه‌‌ورځني ورکشاپ د جوړېدو موخه له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې قانون او د ښځو او ماشومانو د ځورولو د منعې قانون پوهاوی دی او ټینګار یې وکړ چې ټول باید پر قانون خبر وي او په عملي کولو کې یې همکاري وکړي.

همدا راز ډاکتر عالمې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو مهم رول ته اشاره وکړه، د سولې په بهیر کې یې د ښځو حضور مهم او برخه‌لیک ټاکونکی وباله او هیله یې وښوده چې ښځې په دغه بهیر کې لا ډېره ونډه واخیستلی شي.

ورپسې د ښځو چارو وزارت روزونکو صلاح‌الدین فیضي او شکریې یاسیني د تاوتریخوالي، د تاوتریخوالي د ډولونو او له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې قانون د بنسټونو په اړه معلومات وړاندې کړل. د غونډې ګډونوالو د نظرونو او پوښتنو په مطرح کولو سره په بحث کې برخه واخیسته.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه