له ځوانانو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم مشورتي ناسته

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۷ - ۲۰:۱۰
SMP

د ځوانانو یو شمېر استازو د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي ټیم له غړو، حبیبې سرابي، شریفې زرمتۍ وردګ او جنرال ایوب انصاري سره وکتل. 
په سر کې د مذاکراتي ټیم غړې حبیبې سرابي د دغه ټیم د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او د ناستې له ګډونوالو ځوانانو یې وغوښتل چې د سولې مذاکراتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي. 
مېرمن سرابي وویل اړتیا ده چې د مذاکره‌کوونکي ټیم او ځوانانو ترمنځ دوه‌اړخیزه اړیکه رامنځته شي ترڅو ځوانان په بېلابېلو پړاوونو کې خپلې خبرې او نظرونه له مذاکره‌کوونکي ټیم سره شریک کړي. 
د ځوانانو استازو د سولې له بهیر او د سولې په مذاکراتو کې د حکومت له دريځ څخه د ملاتړ په څرګندولو سره خپل وړاندیزونه، خبرې او نظرونه له مذاکره‌کوونکي ټیم سره شریک کړل. 
ګډونوالو له مذاکره‌کوونکي ټیم وغوښتل چې ځوانان باید د سولې د مذاکراتو په اجنډا کې وي او د حقوقو موضوع یې د دغو مذاکراتو څنډې ته نه‌شي.
دغو ځوانانو د ملي ګټو او د افغانستان د حکومت او خلکو د څو کلنو ارزښتونو په ساتنه ټینګارکاوه او له مذاکره‌کوونکي ټيم یې غوښتل چې له منځته راغلي دغه فرصت څخه حداکثر ګټه واخلي. 
هغوی وړاندیز وکړ چې د سولې بهیر د ټول‌شمول‌والي او په مذاکراتو کې د ټولو پاړکو د ښکېلولو لپاره مشورتي ټیمونه جوړ شي ترڅو په دوامداره توګه له مذاکره‌کوونکي ټيم سره په اړیکه کې وي او هغوی ته مشورې ورکړي. 
هغوی له مذاکره‌کوونکي ټیم څخه همدا راز وغوښتل چې د نظرغوښتلو لړۍ یوازې تر کابل محدوده نه‌کړي. 
وروسته د مذاکره‌کوونکي ټیم غړو د ګډونوالو ځوانانو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه وویل. 
جنرال ایوب انصاري ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې د مذاکره‌کوونکي ټیم غړي به د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان د خلکو له ارزښتونو، ملي ګټو او د ځوانانو له حقونو دفاع کوي. 
ښاغلي انصاري همدا راز وویل د مذاکراتو بهیر پرېکړې به د هغو مېکانېزمونو له مخې چې طرحه کېږي ترسره شي. 
شریفې زرمتۍ وردګ د سولې راوستلو لپاره د مذاکره‌کوونکي ټيم بشپړې ژمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د سولې لپاره کار د افغانستان د ټولو خلکو مسؤولیت دی او اړتیا ده چې د افغانستان ټول خلک په دغه بهیر کې خپل رول ولوبوي. 
دې همدا راز وویل چې مذاکره‌کوونکی ټیم یوازې د کابل د خلکو په نظرونو بسنه نه‌کوي بلکې له ټول افغانستان څخه به د خلکو نظرونه راټولېږي. دې ټینګار وکړ چې د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع پر پیاوړتیا کار روان دی. 
حبیبې سرابي یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د مذاکره‌کوونکي ټیم غړي د مذاکراتو د پیل لپاره هراړخیز چمتووالی لري او زیاته یې کړه چې مذاکره‌کوونکی ټیم به په خبرو اترو کې چانې وهي او وروستۍ پرېکړه به د تصمیم‌نیونې له پوړ سره تر مشورې وروسته نیول کېږي. 
دې همدا راز ژمنه وکړه چې د سولې مذاکراتو په جریان کې به د ځوانانو نظرونه په پام کې نیسي، خو اړتیا ده چې ځوانان په عمومي بسیج سره د اوربند ټینګېدو لپاره ټولنیز فشار وارد کړي.
دغه ناسته له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د مشورتي ناستو په لړ کې جوړه شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه