له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د هېواد له سیاسي او جهادي مشرانو سره د لیدنو په لړ کې د جمهور رئيس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له پخواني جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي هم حضور درلود د سولې د مهمو مسایلو په اړه بحث او مشوره وشوه.
