له مشرانو جرګې سره د نظرونو د تبادلې او د سولې مذاکراتو د معلوماتو شریکولو لپاره لازم بستر برابریږي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د قومونو او بنسټونو چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي او د دغه وزارت له ملي شورا سره د همغږۍ رئیس جمال ناصر اصولي د مشرانو جرګې له رئیس فضلهادي مسلمیار سره وکتل.
په دې لیدنه کې فضلهادي مسلمیار د سولې د بهیر او په ځانګړي ډول د سولې مذاکراتو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په دوحه کې د روان بهیر اطلاعاتو ته لاسرسی د سولې په بهیر کې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو مشارکت ته لاره هواروي.
عبدالخالق بالاکرزي په دې لیدنه کې وویل چې د سولې بهیر د جوړښتونو، ادارو او د ټولنې د بېلابېلو پاړکو تر منځ اطلاعات شریکول او د نظرونو تبادله د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو کاري لومړیتوب دی.
ده زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې برخه کې اړین میکانیزمونه جوړ کړي او د پلي کېدو په حال کې دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د قومونو او بنسټونو چارو مرستیال وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو مشورتي ناستې په آنلاین ډول پیل شوې دي او دوام به وکړي.
