له مذاکرهکوونکي پلاوي سره د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې مشورتي ناسته وشوه
د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د مشورتي ناستو په لړ کې نن د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري د مذاکرهکوونکي پلاوي او د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د غړو تر منځ آنلاین ناسته جوړه شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د غونډې په پيل کې وویل چې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو واحد غږ ډله د ټولنې له فعالو ښځو جوړه ده چې د سولې په برخه کې یې دغه ډله رامنځته کړې ده. دې زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغې ډلې فعالیت ته آسانچاري کوي او دغه غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مذاکرهکوونکي پلاوي سره د دوی د نښلون لپاره جوړه شوې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري وویل: دغه راز غونډې د سولې په مذاکراتو کې د ښځو د لا ډېرې ښکېلتیا او د هغوی نظرونو او وړاندیزونو ته د لا ډېر پام په موخه جوړېږي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې دغه وزارت د مذاکراتو په بهیر او همدارنګه د هوکړهلیک په عملي کولو کې د ټولو فعالو جوړښتونو د وصل د ټکي په توګه عمل کوي او له خلکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د سیستماتیکو اړیکو آسانه کول او ټينګښت پر غاړه لري چې ښځې په دې برخه کې مهم ځای لري.
سید سعادت منصور نادري د خپلو خبرو پر دوام وویل چې د پلاوي څلورو ښځينه غړو، په بهیر کې د ښځو د هر اړخیز او ټولشموله غږ ځای نیولی. خو د سولې په بهیر کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت یوازې د دوی دنده نهده او باید فعالې افغان مېرمنې هم خپل مهم رول ادا کړي. له همدې امله د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډله نن خپل لیدلوري له مذاکرهکوونکي پلاوي سره شریکوي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې زهرې مطهري چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل: دا یو مهم ټکی دی چې د سولې په بهیر کې زموږ هر اقدام او تصمیم د افغانستان د 16 میلیونه ښځو پر برخهلیک اغېز لري.
دې ټینګار وکړ چې د سولې په بهیر کې د خلکو بسیج کول زموږ اسلامي او ملي مسؤولیت دی.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني د مذاکرهکوونکي پلاوي نسلي، جنسیتي، ټولنیز او... بېلابېلوالي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه بېلابېلوالي د پلاوي یووالی اغېزمنولی شوای؛ خو د یو موټي او ولسواک افغانستان لپاره زموږ ګډې غوښتنې د دې لامل شوې چې سم عمل وکړو. دې زیاته کړه چې دغه بېلابېلوالي د پلاوي ټولشمولوالی تضمین کړی دی.
آغلې ګیلاني د خبرو پر دوام وویل، موږ داسې سوله غواړو چې ټول پکې شامل وو، ټولنیز عدالت رامنځته کړي او ځوان نسل خپل راتلونکی د کډوالۍ پر ځای په افغانستان کې دننه وویني. دې ټینګار وکړ چې که موږ یوازې داسې سوله وغواړو چې جګړه ورسره ختمه شي، ښايي د نړیوالې ټولنې هغه ملاتړ وبایلو چې د افغانستان د پراختیا لپاره اړتیا ورته لرو.
دې زیاته کړه چې د ټولنې د بېلابېلو پاړکو د لا ډېرې ښکېلتیا لپاره مذاکرهکوونکی پلاوی په آنلاین توګه له ولایتونو سره نښلېدلی او دغه میکانیزم به دوام ولري.
د مذاکرهکوونکي پلاوي دغې غړې زیاته کړه چې د مذاکرهکوونکي پلاوي علما د اسلامي نړۍ له علماوو سره په اړیکه کې دي او دغه کار د دې لامل شوی چې د مذاکراتو د بهیر لپاره د نړۍ د لویو علماوو ملاتړ ترلاسه شي او د افغانستان د خلکو برحقه داعیه لا پیاوړې شي.
په ناسته کې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې لسو غړو نادرې نهرینوال، انارکلي هنریار، کویتا صدیقي، آمنې حسنپور، نسیمې عمري، زهرې یوسف، ګلچهرې بهین، سارا سیرت، فروزان رسولي او مینې سادات خپلې اندېښنې، غوښتنې او پوښتنې مطرح کړې.
د تاوتریخوالي ډېرېدل، اوربند، د قومي او مذهبي لږکیو حقونه، د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو لیدلوری، د بهیر په مختهتګ کې شته ننګونې، د بهیر لپاره د نړیوال ملاتړ څرنګوالی، د ښځو د واحد غږ د ولایتي ډلو فعالیت، د طالبانو خوشي شوي بندیان او د سولې لپاره د دواړو لورو اراده د بحثونو مهم موضوعات وو.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي ځینو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې په پلاوي کې د ښځو کم شمېر د ښځو د حقونو ساتلو مؤثریت نهدی اغېزمن کړی. دې دوام ورکړ چې د پلاوي ټول غړي د ښځو پر حقونو او دیموکراتیکو ارزښتونو باور لري او ښځې د دوی له ملاتړه برخمنې دي. په همدې حال کې، ښځې د پلاوي په ټولو کاري کمېټو کې شته او یوازې د ښځو په اړوندو مسایلو کې نه دي ښکېلې.
حبیبې سرابي زیاته کړه چې مذاکره لوړې ژورې لري او د نورو هېوادونو د سولې مذاکراتو تجربې هم ښيي چې له مذاکراتو سره هممهاله د مرګژوبلې شمېرې لوړېږي؛ خو د تاوتریخوالي درېدل زموږ د کار لویه برخه ده.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي غلامفاروق مجروح دا فرضیه ناسمه وبلله چې جګړه په مذاکراتو کې د فشار د آلې په توګه کارېدای شي او ویې ویل: زموږ لوری د اوربند عملي کولو لپاره لیکلی پلان لري، ځکه زموږ په باور اوربند هغه عملي ګام دی چې مذاکرات بریالي کولی شي. موږ به په دې اړوند هڅې وکړو.
د مذاکرهکوونکي پلاوي بلې غړې شریفې زرمتۍ وردګ وویل چې د اختلافي مواردو پر حل کار روان دی او زیاته یې کړه چې څلوېښت کاله پرلهپسې جګړه د دې لامل شوې ده چې مذاکره لا ډېرې حوصلې ته اړتیا ولري.
دې زیاته کړه چې موږ خپل تاریخي مسؤولیت درک کړی او هڅه کوو چې احساسات د دغه تاریخي فرصت په مخ کې خنډ نهشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د ځینو پوښتنو په ځواب کې وویل چې کابل ته یې لنډمهالی سفر د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارو ته د رسیدهګۍ لپاره و او د پلاوي درې نور غړي داسې وو چې باید خپلو ځینو شخصي مسایلو ته یې د رسیدهګۍ لپاره کابل ته لنډ سفر کړی وای.
ښاغلي نادري دوام ورکړ چې د سولې مذاکراتو له بهیر سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت چلند د یوه مستقر دولت په توګه بېل او مسؤولانه دی. د مذاکراتو د بریالي کېدو لپاره زموږ اراده پرېکنده ده او د مذاکراتو د بریالي کېدو لپاره ډېرې هڅې کوو.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په پای کې وویل چې دغه وزارت به د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د فعالیت په آسانولو کې خپل رول ته دوام ورکړي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي بلې غړې فاطمې ګیلاني د ناستې په راټولولو کې وویل، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي کړهوړه او تصمیمونه له نوښته ډک او پر هغو اسلامي او ولسواکو ارزښتونو ولاړ دي چې باور پرې لرو.
دې زیاته کړه چې موږ د خلکو له معیارونو او تمو سره سم د مذاکرې د بریالي کولو هڅه کوو او د وروستۍ پایلې تأييدول به د افغانستان د خلکو په لاس کې وي.
د یادونې ده چې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډله پخوا د کابل او ولایتونو په کچه د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د فعالو ښځو له لوري جوړه شوې ده او د ښځو د واحد غږ ولایتي ډلې هم په څو ولایتونو کې جوړې شوې دي.
