له سیاسي ګوندونو او بهیرونو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت لومړۍ مشورتي ناسته وشوه
د ۲۷ سیاسي ګوندونو او بهیرونو د استازو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو په ګډون د سولې په اړه لومړۍ مشورتي ناسته جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو د انسجام چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د سولې په بهیر کې د سیاسي ګوندونو رول مهم وباله او ویې ویل چې سیاسي ګوندونه کولی شي په خپلو علمي تجربو او شتو سره د سولې په برخه کې کار وکړي.
نوموړي د سولې بهیر د مؤثریت لپاره له حکومت سره د ګوندونو پر کار په ټینګار سره د ګوندونو له خوا شوي کارونه وستایل او له ګوندونو یې وغوښتل ترڅو د سولې لپاره لا ډېر کار وکړي.
نوموړي د سولې بهیر د لا ډېر اغېزناکتوب لپاره د ګوندونو او خلکو د پاړکو ترمنځ اتحاد او د نظر یووالی د سولې مذاکراتو په اجنډا کې مهم وباله.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلاجعفري په دغه ناسته کې د سیاسي ګوندونو د استازو له ګډون څخه په مننې سره وویل چې سیاسي ګوندونه د ولسواکو نظامونو بنسټیزې ستنې دي او له همدې امله اړتیا ده د سولې بهیر په اړه له دوی سره مشوره وشي.
نوموړې د خلکو تر منځ د سیاسي ګوندونو نفوذ او له خلکو سره د ګوندونو مخامخ اړیکې ته په اشارې سره وویل چې دغه چاره کولی شي د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د خلکو په بسیج کې مرسته وکړي.
مېرمن جعفري همدا راز د مذاکرې مېز ته د خلکو په غږ رسولو کې هم د سیاسي ګوندونو رول با ارزښته وباله.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې همدا راز له سیاسي ګوندونو وغوښتل ترڅو د سولې په بهیر کې د مشورې او ګډون لپاره د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکاري وکړي او دغې همکارۍ ته دوام ورکړي.
وروسته د سیاسي ګوندونو استازو د ناستې له ګډونوالو سره د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د سولې په بهیر کې سیاسي ګوندونو ته ونډه ورکول او په اړوندو بهیرونو کې د سیاسي ګوندونو د استازو غړیتوب، د نولس کلنو لاستهراوړنو ساتنه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسي قانون ساتنه، د وګړو حقونه، د ښځو حقونه، د بیان آزادي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ساتنه او پیاوړتیا، د سولې د ملاتړ لپاره پر ملي او نړیواله اجماع لا ډېر کار، د سیاسیونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او له مذاکره کوونکي ټیم سره د سیاسي ګوندونو د ناستو د زمینې برابرول هغه موارد وو چې د سیاسي ګوندونو استازو او د سیاسي کمېټونو مشرانو یې په اړه خبرې وکړې.
د سیاسي ګوندونو استازو همدا راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د اړیکو د ساتنې او دوام د یو ارتباطي مېکانېزم د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په پای کې عبدالخالق بالاکرزي یو ځل بیا د ګوندونو له استازو او مشرانو مننه وکړه او ویې ویل چې نظرونه او وړاندیزونه یې توحید کېږي او له جګپوړو چارواکو سره به شریک شي.
د یادولو وړ ده چې بله ناسته به له نورو ګوندونو سره په راتلونکو ورځو کې جوړه شي
