له سیاسي ګوندونو او بهیرونو سره دویمه مشورتي ناسته جوړه شوه
د ۳۵ سیاسي ګوندونو او بهیرونو له استازو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو په ګډون د سولې دویمه مشورتي ناسته جوړه شوه.
د ناستې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د سولې په بهیر کې د ګوندونو د رول اهمیت ته په اشارې سره وویل چې ګوندونه له خلکو سره نږدې اړیکو ته په پام او د علمي او مخورو اشخاصو او د جګړې د قربانیانو او داسې نورو پاړکو په حضور سره کولی شي د سولې په بهیر کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي. نوموړي وویل د سولې په بهیر کې د خلکو ګډون ته د زمینې برابرولو په برخه کې ګوندونه کولی شي د حکومت ښه همکاري شي.
له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري سیاسي ګوندونه او بهیرونه د ولسواکو نظامونو بنسټیزې ستنې وبللې او ویې ویل چې ګوندونه کولی شي د سولې په برخه کې مسؤولانه عمل وکړي او د خلکو تر منځ د همپالنې او همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
نوموړې همدا راز د سولې په بهیر کې د ګوندونو د مشارکت پر اهمیت په ټینګار سره وویل چې ګوندونه د سولې او ټیکاو په رامنځته کولو کې د حکومت ښه همکار کېدای شي.
د ناستې پر دوام د سیاسي ګوندونو استازو او مشرانو له ګوندونو سره د مشورتي بهیر د پیل هرکلی وکړ او د سولې بهیر په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
هغوی د سولې له بهیره د ملاتړ په څرګندولو سره وویل چې په دغه بهیر کې به د حکومت تر څنګ دریږي.
ګډونوالو په سیاسي بهیرونو کې د سیاسي ګوندونو د رول پر اهمیت په ټینګار سره د سولې په بهیر کې د ګوندونو د رښتینې ونډې غوښتنه وکړه او له حکومت یې وغوښتل چې په سیاسي بهیرونو کې دې یوازې د څو ګوتو په شمېر ګوندونو په ونډې بسنه نه کوي، بلکې د سولې په بهیر کې د رول لوبولو لپاره دې ټولو ګوندونو ته فرصت ورکړل شي.
د سیاسي ګوندونو استازو ټينګار وکړ چې د سولې راوستلو لپاره اړتیا ده حکومت او خلک د ملي ګټو خوندیتابه ته ژمن پاتې شي. هغوی زیاته کړه چې کولی شي د سولې مذاکراتو د بنسټیزو کرښو په چمتو کولو کې همکاري وکړي.
د سولې په بهیر کې ګوندونو ته ونډه ورکول، د ګوندونو د استازو په ګډون د سولې د یوې کمېټې جوړول، د ګوندونو لهخوا د سولې بهیر د عملي طرحو وړاندې کول، د اوربند اعلان، د اساسي قانون او څو کلنو لاستهراوړنو ساتنه، د بیان د آزادۍ ساتنه، د جمهوري نظام ساتنه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او د ښځو د حقونو ساتنه او پیاوړتیا هغه موارد وو چې د سیاسي ګوندونو او بهیرونو استازو پرې ټینګار درلود.
د غونډې ګډونوالو همدا راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو د ميکانېزم په اړه خبرې وکړې او د داسې میکانېزم د جوړولو غوښتنه یې وکړه چې د دایمي اړیکو او همکارۍ د رامنځته کېدو لامل شي.
د پروګرام په راټولونه کې عبدالخالق بالاکرزي د غونډې د ګډونوالو له ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تل هڅه کړې له ګوندونو او بېلابېلو پاړکو سره مشورتي ناستې جوړې کړي او دا لړۍ روانه ده.
نوموړي د یوې داسې ډلې یا مرکز د جوړولو غوښتونکی شو چې له لارې یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت او ګوندونو ترمنځ همغږي او دوه اړخیزې اړیکې جوړې شي.
ښاغلي بالاکرزي همدا راز ژمنه وکړه چې د ګوندونو ټول لیدلوري توحید شوي او له مسؤولانو سره به شریک شي.
د یادولو وړ ده چې دا ناسته د مخکېنۍ ناستې چې د ۲۷ نورو ګوندونو د استازو او مشرانو په ګډون د ۱۳۹۹ کال د وږي په ۳مه جوړه شوې وه، جوړه شوه.
