له سوداګرو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم مشورتي ناسته

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۱۸:۴۲
smp

د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د مشورتي ناستو په لړ کې د دغه ټیم یو شمېر غړو له سوداګرو سره وکتل.
خان جان الکوزي او آذرخش حافظي د سوداګرۍ او پانګونې له خونې، زهرا تارشي او پرورش اوریاخېل د افغانستان د ښځو له خونې، ظریف ګل ځدراڼ او احمد سعید شمس د صنایعو او کانونو له خونې، نجیب‌الله امیري د سوداګرو او هټیوالو له خونې، سیلاني احمدي، محمد نبي ستوري او ډاکتر شېرباز ځدراڼ د افغان جرمن له خونې، هوسۍ اندړ او ابراهیم جعفري د نړۍوالې سوداګرۍ له خونې څخه په دې ناسته کې ګډون کړی و.
په سر کې د مذاکره‌کوونکي ټیم غړې حبیبې سرابي د دغې خونې د مدیره پلاوي له ګډون څخه په مننې سره وویل، مذاکره‌کوونکي ټیم له جوړېدو را وروسته د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره مشورتي ناستې کړې او دغه ناستې لا هم په دوامدار ډول جوړېږي. نوموړې د پلاوي له غړو وغوښتل چې له دوی سره خپل نظرونه، وړاندیزونه او تمې شریکې کړي.
د مذاکره‌کوونکي ټیم بلې غړې شریفې زرمتۍ وردګ هم د سولې په بهیر کې د پرمختګونو په اړه د معلوماتو په ورکړې سره وویل، مذاکره‌کوونکی ټیم ژمن دی چې په پیاوړي هوډ او تکل د دایمي او باعزته سولې په ټینګښت کې کار وکړي. نوموړې زیاته کړه چې په مطروحه ستراتیژیو او مېکانېزمونو کې به د بېلابېلو پاړکو مشورې او نظرونه ور زیات شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئيس خانجان الکوزي خصوصي سکتور د نظام او جمهوریت بنسټیزه ستنه وبلله او ویې ویل چې خصوصي سکتور ته باید د نظام د شریک په سترګه وکتل شي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه چې خصوصي سکتور د جمهوري نظام د ساتلو ملاتړ کوي.
ده وویل چې د لویې جرګې له ترسره کېدو وړاندې د خصوصي سکتور ۶۰۰ استازو د سولې په اړه د وړاندیزونو او نظرونو ټولګه چمتو کړې ده چې اوس به له مذاکره‌کوونکي ټیم سره شریکه شي.
ګډون‌والو هم په نظام کې د خصوصي سکتور پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې دولت په یوازې ځان او د خصوصي سکتور له همکارۍ پرته د سولې په بهیر کې اغېزناک رول نه‌شي لوبولای. د دوی په وینا، خصوصي سکتور د سولې له بهیر وروسته د طالبانو لپاره د کار او معشیت په برابرولو کې له حکومت سره همکاري کولای شي.
دوی زیاته کړه چې رښتینې سوله هغه مهال راتلی شي چې بډای اقتصاد ولرو او د بډای اقتصاد لرلو لپاره اقتصادي ټیکاو ته اړتیا ده تر څو سیاسي ټیکاو تضمین کړي.
همدارنګه دغو سوداګرو وړاندیز وکړ چې د خصوصي سکتور مخور او د اقتصاد استادان له مذاکره‌کوونکي ټیم سره د مشورې ورکولو په برخه کې همکاري کولای شي.
دوی د ناستې په دوام څرګنده کړه چې متشبثې مېرمنې سره له دې چې د مذاکراتو پيلېدو ته خوښې دي، خو د خپلو حقونو د ټینګښت په برخه کې اندېښنې هم لري او ټینګار یې وکړ چې د ښځو د حقونو، په ټولنه کې یې د حضور او د دوی د ټولنیزو فعالیتونو په اړه باید رڼې او روښانه خبرې وشي.
د مذاکره‌کوونکي ټیم غړي خالد نور د ګډون‌والو د نظرونو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل، د داسې جوړښتونو جوړول اړین دي چې اقتصاد پوهان تر مذاکراتو د وروسته اقداماتو په اړه مشوره ورکړای شي.
فوزیې کوفي هم په تخنیکي او مشورتي کمېټو کې د سوداګرو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دوی نظرونه او وړاندیزونه به د ټیم له نورو غړو او د ملي مصالحې له عالي شورا سره شریکوي.
په پای کې حبیبې سرابي د ناستې له ګډون‌والو وغوښتل چې د سولې لپاره د ولسي بسیج او د سولې پر بهیر د څار په برخه کې له مذاکره‌کوونکي ټیم او د ملي مصالحې له عالي شورا سره همکاري وکړي.
دغه ناسته هم د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د مشورتي ناستو په لړ کې وشوه. د یادولو ده چې د همدغو ناستو په پایله کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د افغانو ښځو شبکې له مذاکراتي ټیم سره ارتباطي مېکانېزم جوړ کړی او شریک کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه