له استاد عبدالرب رسول سیاف سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له مطرح سیاسي شخصیت او جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې بهیر د وروستیو تحولاتو او د دغه بهیر په اړه د خلکو پر غوښتنو بحث وشو.
دغه لیدنه د سولې لپاره د ملي اجماع د پیاوړي کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزیر د مشورتي ناستو په لړ کې وشوه.
