قومي مشرانو په هېواد کې د سراسري اوربند ملاتړ وکړ

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۰
smp

د ننګرهار، بغلان، کندز، کابل، بامیان، لغمان، پروان، خوست، غزني، لوګر، بدخشان او کندهار ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو په یوه غونډه کې په هېواد کې د سراسري اوربند ملاتړ اعلان کړ. په دې غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي، د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار سید فهیم سروش ګډون کړی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي قومي مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، که څه هم سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده؛ خو بې له اوربنده سوله بې‌معنا ده.
ده وویل چې د روانې جګړې تر ټولو ډېر قربانیان ملګي وګړي دي او زیاته یې کړه چې په نړیواله کچه د سولې په ټولو هوکړو کې لومړی اوربند اعلان شوی او ورپسې پر سوله هوکړه شوې ده؛ له همدې امله اړتیا ده چې د سولې مذاکراتو د ټينګښت او مخته تګ لپاره اوربند اعلان شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال له بېلابېلو پاړکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دغو پاړکو نظرونه او وړاندیزونه د سولې بهیر له مسؤولانو او مذاکره‌کوونکي پلاوي سره شریک شوي دي.
ښاغلي بالاکرزي ټینګار وکړ، دا چې سوله د ټولو خلکو غوښتنه ده، باید ټول خلک د دغه بهیر پر جریان خبر وي.
بل پلو د غونډې ګډونوالو د مذاکراتو په دغه حساس وخت کې د اوربند پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بې‌ګناه وګړو وینه تویېدنه له انساني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ده.
همدا راز دوی ټینګار وکړ چې له اوربند پرته به سوله رانه‌شي او ویې ویل اړتیا ده چې مذاکراتي پلاوي د مذاکراتو په دویم پړاو کې اوربند ته ډېر پام وکړي.
همدا راز دوی وویل چې د سولې بهیر د ښه‌والي لپاره باید د قومي مشرانو رول ته پام وشي او هغوی د اوربند اعلانېدو منځګړیتوب وکړي.
ځینو هم ټینګار وکړ چې د مذاکراتو د لومړي پړاو جریان دې وکتل او وڅېړل شي او د دغه پړاو په نیمګړتیاوو پېژندلو سره دې اوس پر اوربند د هوکړې لپاره مناسبه لاره غوره شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار سید فهیم سروش د غونډې په راټولولو کې وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکی پلاوی د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي، باید د خلکو نظرونو او غوښتنو ته پام وکړي او خلک اوربند غواړي.
همدا راز ده د مذاکراتو په بهیر او د هوکړه‌لیک په تطبیق کې د خلکو رول مهم وباله، د خلکو او حکومت تر منځ یې پر واټن ختمولو ټینګار وکړ.
ښاغلي سروش اوربند یو بې‌بدیله وړاندیز وباله او ویې ویل، له مذاکره‌کوونکي پلاوي څخه د خلکو غوښتنه دا ده چې د اوربند لپاره بدیل ونه‌مني او د تطبیق لپاره یې مشخصه ستراتیژي او پلان موجود وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه