قومي مخورو د سولې په بهیر کې د جمهوریت پر ساتنه ټینګار وکړ

یو شمېر قومي مشرانو او مخورو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو له مرسیتالې ډاکتر عالمې سره په یوه ناسته کې د سولې بهیر او جمهوري نظام ملاتړ اعلان کړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په پیلیزه وینا کې وویل چې افغانستان په حساس تاریخي پړاو کې دی او د خلکو یووالی او یو موټی کېدل د دوی پر برخهلیک اغېز کولی شي.
دې وویل چې خلک باید د سولې په مذاکراتو کې رول ولري او د دوی ارزښتونه پکې وساتل شي.
د امنیتي، دفاعي، ملکي او زندانونو چارو له بنسټونو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ رئیس ډاکتر میرویس څرګند وویل چې د افغانستان حکومت او خلکو سولې ته د رسېدو لپاره ډېره نرمي ښودلې چې له دې ډلې سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو د پنځو زرو بندیانو خوشي کول یادولی شو.
ده ټینګار وکړ چې د حکومت د سولې هڅې به د خلکو په ملاتړ او همغږۍ بریالۍ شي.
ښاغلي څرګند اوسنی نظام د خلکو پر رایو ولاړ وباله او ویې ویل، د جمهوري نظام ساتنه د سولې په بهیر کې د خلکو غوښتنه ده.
د ناستې ګډونوالو د روانو مذاکراتو او جمهوري نظام ملاتړ اعلان کړ او د سولې بهیر په اړه یې خپل نظرونه، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
دوی د سولې په مذاکراتو کې د جمهوریت پر ساتنه ټینګار وکړ او ویې ویل، سوله به هله راشي چې د افغانستان د خلکو څو کلنې لاستهراوړنې، حقونه او ارزښتونه خوندي شي.
ګډونوالو په دغه بهیر کې د خلکو ونډه مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت باید د خلکو د نظرونو او خبرو اورېدو لپاره لا ډېرې غونډې جوړې کړي.
د ښځو او اقلیتونو حقوق او لاستهراوړنې ساتل، د جګړې د قربانیانو پالنه، اساسي قانون، د بیان آزادي او په وروستیو دوو لسیزو کې د افغانانو د نورو لاستهراوړنو ساتل هغه موارد وو چې ګډونوالو ټینګار پرې وکړ.