قطرته د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د تګ په اړه مطبوعاتي اعلامیه
کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی د طالبانو او افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ په لومړي پړاو مامخ مذاکراتو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمېینې دوحې ته ولاړ.
د لومړي پړاو مذاکراتو د پرانیستې په مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د سولې په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي به د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازیتوب حضور ولري.
د افغانستان اسلامي جمهوریت ۲۱ کسیزه پلاوی په داسې حال کې مذاکراتو ته ځي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه پلاوي له تشکیل وروسته د پلاوي د غړو لپاره تخنیکي او لوجیستیکي ملاتړ او اړینې آسانتیاوې چمتو کړې او اوس د الهي توفیق په مرسته په بشپړ چمتووالي سره له طالبانو سره د مذاکراتو لومړی پړاو پیلوي.
