عبدالسلام رحیمي: د سولې ټولنیز بهیر د سولې د ټينګښت لپاره اساسي دی
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د امریکا د سولې انستېتیوت له پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د امریکا د سولې انستېتیوت مرستیال انډرو ویلډر، د دې ادارې مشر تحلیلګر سکاټ سمېت او په افغانستان کې د دغه انستېتیوت رئیس احسان ضیا ګډون کړی و. دوی د ټولنیزې سولې په برخه کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د دې ادارې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې. د دغه انستېتیوت مسوولینو وویل چې دا پروګرامونه دوامدار دي او تر ډېره د سولې په بهیر کې د ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې د بنسټونو پر ګډون تمرکز کوي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغه وزارت د فعالیتونو او د سولې پر ټولنیز بهیر د هغو د تمرکز په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د سولې د ټينګښت لپاره اساسي وبلل.
ده د دغه وزارت د پروګرامونو د اغېزناکتیا لپاره د ادارو پر همغږۍ ټينګار وکړ.
