عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۵:۱
smp

د جمهور رئيس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي « د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ» سره په ناسته کې وویل د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي.

د دغې ناستې په پیل کې د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري په غونډه کې د بورډ د غړو له ګډون څخه په مننې سره وویل چې دغه بورډ د ټول‌شمولې او هراړخیزې سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو د غږ پیاوړي کولو په موخه د مدني ټولنې د 70 چتري بنسټونو له‌خوا جوړ شوی چې د بورډ 40 غړي یې استازیتوب کوي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په بهیر کې د هغوی د مشورو ترلاسه کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړې دي.

دې وویل چې دغه بورډ د کمېټې په کچه د شپږو او د عمومي غونډه په کچه د دوو ناستو په جوړولو سره خپل کاري مېکانېزم چمتو کړی او د بندیانو د خوشي کولو بهیر او خونړیو بریدونو په اړه یې د خپل دريځ په اړه دوې اعلامیې هم خپرې کړې دي.

وروسته د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ غړي بریالي عمرزي د دغه بورډ د موخو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د غږ منسجمول، د خلکو د غږ راټولول او لېږدول، د خلکو د غوښتنو او اندېښنو برجسته کول او د سولې بهیر څارنه، عدالت غوښتنه او ملاتړ د دغه بورډ له مهمو موخو دي.

د سوېل لویدیځ زون په کچه د بورډ بل غړي سمېع‌الله حمیدي د دغه بورډ د موخو او کاري اصولو په اړه معلومات وړاندې کړل.

فرهاد بهروز د بورډ بل غړي چې د کاپیسا، پروان او پنجشېر د مدني فعالانو په استازیتوب یې خبرې کولې د سولې له بهیر څخه د دغو درېیو ولایتونو د مدني ټولنې بنسټونو د ملاتړ د اعلان ترڅنګ زیاته کړه چې د دغو ولایتونو خلک د تلپاتې او عدالت‌محوره سولې غوښتونکي دي؛ خو دوی غواړي په دغه پروسه کې یې نظرونه او خبرې ځای شي.

نوموړي د سولې په بهیر کې د مدني بنسټونو د رښتینو استازو د نه‌ګډون له امله د اندېښنې په څرګندولو سره په دغه بهیر کې د مدني بنسټونو او ځوانانو ونډې ته د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.

له شمال ختیځ زون څخه عنایت‌الله خلیق د ټولو زونونو په استازیتوب د تاوتریخوالي ډېروالی د خلکو لویه اندېښنه وبلله او زیاته یې کړه دا چې د سولې راوستل او د شخړو حل د مدني ټولنې د بنسټونو عمده فعالیتونو کې راځي، دغه بنسټونه د سولې‌غوښتنې خبرو اترو په جوړولو سره کولی شي د سولې ټينګښت په برخه کې د دولت نږدې همکار شي.

د بورډ بلې غړې رقیې عالمي بلخي د ناستې له ګډونوالو سره د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ غوښتنې شریکې کړې او ویې ویل دا غوښتنې د خلکو له منځه راټوکېدلې دي. د مذاکره‌کوونکي ټیم له لوري د تاوتریخوالو د پای ته رسولو لپاره د څار د ګډ کمیسیون جوړول، د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو ښکېلول او د مذاکراتو د دواړو لورو له‌خوا د بورډ د مېکانېزم منل هغه موارد وو چې د دغه بورډ د وړاندیزونو په توګه یاد شول.

عبدالسلام رحیمي د بورډ له غړو په مننې سره وویل حکومت د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو د فعال حضور او ونډې غوښتونکی دی. ښاغلي رحیمي د سولې بهیر پایلې د حکومت او د مدني ټولنې د بنسټونو په ګډون د ټولنې د بېلابېلو پاړکو ترمنځ په ټولیز کار او د همکارۍ او همغږۍ د فضا په رامنځته‌کولو پورې تړلې وبللې او ویې ویل چې د سولې په برخه کې واحد او منسجم غږ موږ مطلوبې پایلې ته رسولی شي.

نوموړي ټینګار وکړ که د سولې په مذاکراتو کې د ټولو خلکو غوښتنې شاملې وي او د ټولو خلکو استازیتوب وشي بریا به د افغانستان د خلکو وي.

د جمهور رئيس ځانګړي استازي یو ځل بیا د خلکو او مدني ټولنې د سولې غوښتنې پر واحد او رسا غږ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مدني ټولنې بنسټونه باید د خلکو غوښتنو ته عدالت‌غوښتنه وکړي.

نوموړي همدا راز د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ د جوړېدو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د سولې په برخه کې د مدني ټولنې د بنسټونو د فعالیتونو د آسانتیا په برخه کې همکاري کوي.

ښاغلي رحیمي په دې په ټنیګار سره چې د مدني ټولنې د بنسټونو په واحد غږ کې باید د کلیو او بانډو د خلکو غږ هم شامل وي وویل چې د سولې د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي.

د یادولو وړ ده چې د سولې لپاره د مدني ټولنې د مشورې او همغږۍ بورډ د مدني ټولنې د بنسټونو په وړاندیز په یوه مشورتي ناسته کې چې د مدني ټولنې ۷۰ چتري بنسټونو ونډه لرله جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه