عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۷:۱۳
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستېتیوت (AISS) د تازه څېړنې د پایلو اعلانولو په ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک یوازې تاوتریخوالی کمېدل نه غواړي، بلکې اوربند غواړي.
ښاغلي رحیمي وویل چې د اوسني نظام پایښت او پاتې کېدل د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده.
ده د سولې د خبرو په اړه وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت خبرې کوونکې ډله چمتو ده.
همدارنګه ښاغلي رحیمي د ملي اجماع د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په برخه کې د وزارت فعالیت ته په اشارې سره وویل چې دا وزارت د ولایتونو او ولسوالیو په کچه کار کوي. ده زیاته کړه چې وزارت د سولې په اړه د ملي خبرو د پیلولو هڅه کوي، تر څو د نظرونو د اخیستو لپاره د خلکو له بېلابېلو پاړکو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره دایمي اړیکه ټینګه شي. ښاغلي رحیمي د سولې په بهیر کې د ښځو پر مهم رول ټينګار وکړ. 
ده د پاکستان د رول اهمیت یاد کړ او ویې ویل چې دولت په قطر کې د خبرو اترو پر جریان خبر دی او هلته کوم ځانګړی پرمختګ نه لیدل کېږي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستېتیوت (AISS) نوې څېړنه «د جګړې د سیاسي حل او له طالبانو سره تر پخلاینې وروسته د سیاسي نظم په اړه د افغانستان د خلکو نظرونه) په نامه وه چې نن د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۶مه وړاندې شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه