عبدالسلام رحیمي: حکومت د سولې له مذاکراتو وړاندې د تاوتریخوالي درېدو هڅو ته دوام ورکوي

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۷ - ۴:۳
smp

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو او ورسره پلاوي سره په لیدنه کې وویل: حکومت د سولې له مذاکراتو وړاندې د تاوتریخوالي درېدو هڅو ته دوام ورکوي.
په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د افغانستان د سولې په بهیر کې د یوناما له همکاریو د مننې ترڅنګ د افغانستان د سولې بهیر په پرمختګ کې د دغه بنسټ پر اغېزناک رول ټینګار وکړ.
نوموړي د سولې بهیر د پرمختګونو په اړه د معلوماتو په ورکړې سره د سولې په بهیر کې د یوناما د ملاتړ د دوام غوښتونکی شو.
عبدالسلام رحیمي زیاته کړه د افغانستان خلک د تاوتریخوالي په درېدو ټینګار کوي او حکومت د مذاکراتو له پیل وړاندې د خلکو د دغې غوښتنې د عملي کېدو لپاره هڅې کوي.
په دغه لیدنه کې ښاغلي یاماماتو د افغانستان د سولې له بهیر څخه د یوناما د ملاتړ ډاډ ورکړ او د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره یې د دغه بنسټ د لا ‌ډېرو مرستو اعلان وکړ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اېران ته د خپل وروستي سفر یادونه وکړه او د افغانستان د سولې بهیر په اسانولو کې یې د پاکستان رول مهم وباله، نوموړي د سولې په بهیر کې پر سیمه‌ییزه اجماع او د دغو هېوادونو پر رول ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه