عالمان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۰ - ۵:۲۱
smp

د دیني بنسټونو په استازولۍ یو شمېر علماوو د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ستر سلاکار مولوي عبدالرحمان هوتک سره په لیدنه کې د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغو علماوو چې له بېلابېلو ولایتونو یې په دغه ناسته کې ګډون کړی و اعلان وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او د سولې په برخه کې به هېڅ ډول مرسته نه سپموي.

هغوی ژمنه وکړه چې له دیني بنسټونو سره به په اړیکه کې وي او د سولې بهیر په لړ کې به د خلکو او حکومت د دریځ د ملاتړ لپاره حضوري او غیرحضوري آنلاین ناستې جوړوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار مولوي عبدالرحمان هوتک د دغو علماوو د همکارۍ له اعلان څخه د مننې ترڅنګ د سولې په ټینګښت کې د هغوی رول ارزښتناک وباله. ښاغلي هوتک له علماوو وغوښتل چې په هېواد کې د باعزته او سراسري سولې د ټینګښت د زمینو برابرولو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته د مشورې ورکولو په برخه کې فعال رول ولوبوي.

په دغه ناسته کې په بېلابېلو لارو د اړیکو او همغږۍ په مېکانېزمونو او په مرکز او زونونو کې د حضوري او غیرحضوري ناستو پر تنظیم، د سولې بهیر په جوړښتونو کې د علماوو پر حضور، د سولې په چارو کې د دولت وزارت او حکومت ته د وړاندیزونو په کولو خبرې وشوې.

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم د سولې په بهیر کې د علماوو د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا ورته غونډې جوړې شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه