سیاسي ګوندونه د ټولنې یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي

a.zia
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۲:۳۴
SMP

 

 د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو د تماس کمیټې سره وکتل او د سولې په پروسهکې د سیاسي ګوندونو  رول د پیاوړتیا په اړه يې خبرې وکړې.

 د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو د تماس  کمیټې غړو په دغه ناسته کې, د ملي اجماع په پياوړي کولو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت دهڅو ستاینه وکړه. 

دوی د دغې کمیټې په رامینځته کولو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رول ستاینه وکړه او د وزارت څخه یې وغوښتل ,چې خپل دغه رول تهدوام ورکړي. 

د سولې په چارو کې د دولت وزیر په دغه ناسته کې وویل, چې د سیاسي ګوندونو تماس کمیټې رامنځته کول, چې د 72 سیاسي ګوندونو څخهجوړه ده; د دې کمیټې غړو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده. هغه د دې کمیټې له جوړېدو وروسته فعالیتونه هم اساسي وبلل.

ښاغلي نادري د سولې په پروسه کې د سیاسي ګوندونو پر رول ټینګار وکړ او د سولې لپاره د سیاسي ګوندونو د تماس د کمیټې فعالیتونه یې دټولنې یووالي په پیاوړتیا کې مهم وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه