سوله اسلامي داعیه ده او دیني عالمان د اسلام داعیهدار دي
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي «د سولې له بهیر څخه د علمای کرامو انسجام او ملاتړ» په مشورتي ناسته کې وویل چې سوله یوه اسلامي داعیه ده. همدارنګه د تاریخ په دغه حساس پړاو کې یې په ټولنه کې د سولهپالنې لپاره د اسلام د داعیهدارانو په توګه د علماوو رول مهم وباله.
د سولې له بهیر څخه د علمای کرامو د انسجام او ملاتړ مشورتي ناسته د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي؛ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي ټیم د غړو مولوي عنایتالله بلیغ او ډاکټر محمد امین احمدي؛ د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت د سرپرست مولوي محمد عارف ملکیار؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د استازو؛ او د اهل تسنن او تشیع د څلوېښتو ښځینه او نرینه دیني عالمانو په ګډون د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار عبدالرحمن هوتک د عملاوو د تېرې ناستې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په تېرو دوو میاشتو کې په ټول هېواد کې له علمای کرامو او د بېلابېلو دیني بنسټونو له استازو سره لیدنې شوې او دا مهال د دغو دیني بنسټونو استازي په اوسنۍ ناسته کې حاضر دي.
علمای کرامو د تېرې ناستې د کاري کمېټو په استازیتوب د خپلو ډلهييزو بحثونو پایلې له چارواکو سره شریکې کړې. دوی د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مشرانو وغوښتل چې د علماوو وړاندیزونو، نظرونو او غوښتنو ته پام وشي او لارښوونې یې د دیني ارزښتونو په رڼا کې د سولې بهیر د ښه کېدو لپاره عملي شي.
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معین مولوي محمد عارف ملکیار په دې ناسته کې وویل چې سوله دیني پدیده او الهي حکم دی او له دې لیده د سولې راوستو لپاره د علماوو رول مهم او اغېزناک دی. ده ټینګار وکړ چې علما د خلکو او مسؤولینو تر منځ د اړیکې تر ټولو ښه لاره ده.
بل پلو د مذاکرهکوونکي ټیم غړي ډاکټر محمدامین احمدي په دې ناسته کې وویل، اړتیا ده چې په ټولنه کې د سولې فرهنګ بنسټیز شي او دا علما دي چې د مدني ټولنې د یوې لویې برخې په توګه د ټولنیزې سولې ټینګښت ته کار کولای شي.
ده وویل چې مذاکرهکوونکی ټیم به د علماوو له همکارۍ او ملاتړ پرته بریالی نه وي او له علماوو یې وغوښتل چې په واحد او خپلواک غږ سره د جوماتونو او دیني رسنیو له لارې د ټولنې د پاړکو تر منځ ټولنیزه سوله بنسټیزه کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ستر سلاکار مولوي روحالله هوتک هم په دې ناسته کې وویل چې باید د سولې لپاره رامنځته شوی طلایي فرصت سولې ته د رسېدو لپاره وکاروو.
د مولوي هوتک په خبره، د نظام ساتنه او ټینګښت او څو کلنې لاستهراوړنې د سولې د خبرو په لړ کې مهم او بنسټیز ټکي دي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ګډونوالو تر نظرونو او وړاندیزونو اورېدو وروسته د علمای کرامو د حضور او د سولې له بهیر څخه د ملاتړ مننه وکړه، د سولې په ټینګښت کې یې د علماوو رول مهم وباله او ویې ویل چې په دغه حساس تاریخي پړاو کې علماوو ته دروند مسؤولیت ور په غاړه دی.
ښاغلي رحیمي په ټولنه کې د علماوو اهمیت ته په اشارې سره وویل، لکه څرنګه چې پر عامو اذهانو د علماوو لارښوونې ډېر اغېز لري، علما د سولهغوښتنې خوا ته د خلکو د ذهنیت بدلولو په برخه کې عملي کار کولای شي.
همدارنګه ده وویل چې له علماوو سره به د مشورتي لیدنو او ناستو لړۍ دوام ولري.
دغه ناسته له علماوو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مخکېنیو ناستو په دوام، د سولې بهیر د ښه کېدو په برخه کې د دوی د نظرونو او وړاندیزونو د اخیستو لپاره وشوه.
