د 36 قلمه خوراکي توکو او حبوباتو د پیرلو خبرتیا

a.zia
smp

Publish Date

Closing Date

 

د تدارکاتو قانون درې څلوېښتمې مادې او (2) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پام کې لري د عبيدالله انصاري شرکت سره د 1400 مالي کال لپاره په 8،094،769 ( اته ميلونه، څلور نوي زره، اوه سوه او نهه شپيته افغانۍ) د 36 قلمه خوراکي توکو او حبوباتو د پيرولو تړون لاسلیک کړي.

د دغه شرکت د جواز شمېره (0101-15537) او د کابل په کلوله پشته کې موقعيت لري.

ټول هغه حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم د د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو رياست ته ، چې د شهرنو، ملالۍ واټ او د کورنيو چارو پخواني وزارت په سړک موقعيت لري؛ وسپاري.

دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.