د 1400 کال لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي او روزنېزې برنامې پرانسته وشوه
د سولې جوړنې په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت عامه پوهاوي او روزنيزو برنامو د پرانستې په مراسم د مصالحې عالي شورا د مرستيال مولوي عطاءالرحمن سليم، د سولي په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير محمد طاهر زهير، ښځو چارو وزارت معینې حسنا جليل، دولتي مقاماتو، مدني ټولنو استازو، لوبغاړو او د رسنيو د استازو په حضور کې ددې وزارت په د غونډو په تالار کې پرانستل شو.
د غونډې په پیل کې د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم د تلپاتې سولې لپاره د سولې فرهنګ د ودې په ارزښت خبرې وکړې.
هغه وویل، چې د افغانستان خلک سولې ته رسېدو په برخه کې بايد له دريو مرحلو څخه تير شي، سولې ته رسېدل، د سولې هوکړه او د سولي ټينګښت.
هغه وويل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې په برخه کې ټول جوړښتونو سره يوځای د سولې فرهنګ ته وده ورکولو ، ملي او بین الافغاني اجماع رامینځته کولو او د سولې رېښتينو او مانا لرونکو خبرو په لور ګامونه اوچت کړي دي.
مولوي سليم وويل: ډیری ټولنې چې سیاسي هوکړې ته رسیدلي مګر د سولې رامینځته کولو لپاره يې کار نه دې کړې؛ مطلوب پایله يې نه ده تر لاسه کړې. موږ هوډ لرو چې په ولایتونو کې د وزارت د فعالیتونو په پراخولو او د ملي پخلاینې عالي شورا په نماینده ګیو سره به پدې برخه کې په بريالي توګه کار ترسره کړو.
هغه دا هم وویل، چې د مذاکراتو چوکاټ مذاکره کوونکي پلاوي ته سپارل شوی او دا پلاوی به ډیر ژر قطر ته ولاړ شي او په ډير قوي هوډ سره به په مذاکراتو کې برخه واخلي.
ښاغلي سليم وويل، په دې باندې ټينګار شوې د مذاکره کوونکو دواړو اړخونو د خبرو په پایله کې به د ټولنې ټولو افرادو حقونه خوندي کېږي او د ټولنې هېڅ يوه ډله په به دې خبرو کې بې برخې نه پاتي کېږي.
ښاغلي سلیم همدارنګه ټینګار وکړ، چې سوله هغه وخت شونې ده، چې د دواړو خواوې د سولې لپاره اراده ولري او افغانستان په دې برخه د خبرو اترو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال هیله څرګنده کړه، چې د مذاکراتو مقابل لوري باید د خبرو لپاره صادقانه نیت ولري ؛ ترڅو د افغانستان خلکو لپاره د منلو وړ پایله ترلاسه شي او مستقیم ډول بايد اصلي بحثونو ته داخل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محمد طاهر زهیر په دغه غونډه کې وویل، چې سوله فکري او فرهنګي بدلون ته اړتیا لري او ځوان نسل اړ دی ، چې د جګړې له پایلو او د سولې له ګټو څخه خبر شي.
ښاغلي زهیر د سولې په برخه کې د عامه پوهاوي او رزنیزو برنامو پلي کول د سولې فرهنګ په رامنځته کولو يو اغیزمن ګام وباله او هيله څرګنده یې کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره د سولې په برخ کې پوره همکاري وکړي.
د ښځو چارو وزارت معینې حسنا جلیل د سولې په پروسه کې د ښځو د رول په اړه وویل،د افغانستان ميرمنې د افغانستان د بشري پانګې 51 سلنه جووړي او په انکشافي برنامو کې يې نشو کولای چې له پامه وغورځو.
هغې ټينګار وکړ؛ که چېرته غواړو سوله په ټولنه کې عملي او بسټيزه شي نو په دې برخه کې د ميرمني ډير مهم رول لوبلی شي .
اغلې جليل وويل: موږ د ښځو برخه کې د روايتونو بدلون ته اړتیا لرو. د لاسته راوړنو ساتنه د ښځو یوازینۍ هیله نه ده؛ ځکه چې لاسته راوړنې بشپړې نه دي. موږ د لاسته راوړنو پیاوړي کول ، پراختیا او بشپړول غواړو.هغې هيله څرګنده کړه د ښځو چارو وزارت د سولې په پروسه د میرمنو ظرفیت څخه د ښې ګټې اخېستنې په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري وويل: ټولنیزه سوله د د کلتور جوړنې پرته امکان نلري او پرته له ټولنیزې سولې څخه موږ نشو کولای دوامداره ، باعزته او عادلانه سوله ترلاسه کړو.
هغه وويل د سولې زده کړه په ټولنه کې ګډ ارزښتونه پیاوړي کوي ، ټولنیز ظرفیت لوړي ، د سولې فرهنګ ته وده ورکوي او تاوتریخوالی کموي.
هغه وويل له همدې امله د سولې په چارو کې وزارت د سولې فرهنګ د عامولو لپاره د عامه پوهاوي او روزنيزو برنامو ته په سر کې ځای ورکړې.
ښاغلي نادري وويل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پام کې لري د 1400 کال په جريان کې په ټول افغانستان کې، د سولې رامنځ ته کونې په برخه ، لوي، متوسط او کوچني پروګرامونه پلي کړي.
هغه ټينګار وکړ د سولې جوړل به لنډ مهال کې لاسته رواړلو وړ نه دي او د خلکو ګډون او دوامداره برنامې ته اړتيا لري.
د سولې په چارو کې د دولت وزير دا دا هم وویل چې دا وزارت د سولې له نورو جوړښتونو سره د سیاسي روغې جوړې ، تخنیکي او اساسي همکاریو په برخه کې کار کوي.
هغه زياته کړه، چې د سیاسي او ملي اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي او پدې برخه کې پرمختګ هم شوی دی.
ښاغلي نادري وويل: د جمهوريت د قوت ټکی د نظرونو تنوع ده او موږ به له دې نظرونو يو واحد نظر رامنځ ته کوو.په دې پروسه کې د نړيوالو دومداره ملاتړ شتون لري.
د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره ، د جګړې د دوام لپاره هیڅ توجیه نشته او د اسلام د حکمونو سره سم مسلمانانو د دوو ډلو ترمینځ جګړه جواز نه لري.
هغه اوسنی فرصت د سولې لپاره ترټولو غوره وباله او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان په راتلونکې کې مرسته وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزيرد وزیر دا هم وویل چې حکومت د دوحې خبرو ته ژمن دی او افغان حکومت غواړي جدي ، هر اړخيزو او مانا دارو خبرو ته، چې د تاوتریخوالي او تل پاتې سولې لامل شي، دوام ورکړي.
د غونډې په پای کې، دسولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د عامه پوهاوي برنامو په برخه کې د يو شمېر د مدني ټولنو استازو د همکارۍ له امله هغوي ته ستاينليکونه ورکړل شول او د هغوي له همکارۍ څخه يې مننه وکړه.
په پام کې ده چې سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې جوړونې په برخه کې د عامه پوهاوي او روزنې د لنډمهاله ، منځمهاله او اوږد مهاله برنامو لړۍ 1400 لپاره په کابل او يو شمير ولايتونو کې پيل کړي.
