د آغاخان پرمختیايي شبکې له دیپلوماتیکې استازې سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د آغاخان پرمختیايي شبکې (AKDN) له دیپلوماتیکې استازې مېرمن شهرزاده هیرجي سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په دغه لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې وکړې.
دواړو لورو همدا راز د سولې په بهیر کې د پراخ عمومي مشارکت په موخه د آغاخان پرمختیايي شبکې د فعالیتونو او فرهنګي نوښتونو په اړاه بحث او خبرې اترې وکړې.
