د ۳۴ ولایتونو د معلولیت لرونکو مېرمنو او نجونو وړاندیزونه د مذاکره کوونکي ټیم له غړو سره شریک شول

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۰:۱۲
smp

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي ټیم له غړو حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ سره د یو شمېر معلولیت لرونکو ښځو په لیدنه کې د سولې بهیر اړوند د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو وړاندیزونه په یوه راپور کې شریک شول.

د دغې لیدنې په پيل کې حبیبې سرابي د سولې بهیر د پرمختګونو او مذاکره‌کوونکي ټیم د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې مذاکره‌کوونکي ټیم له بېلابېلو پاړکو سره په ګڼو ناستو کې د هغوی نظرونه او لیدلوري ترلاسه کړي دي. دې زیاته کړه چې د نظر غوښتلو دغه لړۍ همداسې روانه ده او مذاکره‌کوونکی ټیم به د سولې په مذاکراتو کې د معلولیت لرونکو ښځو او نجونو وړاندیزونه رسوي.

ګډونوالو ښځو د خپلو اندېښنو او ستونزو په شریکولو سره د سولې په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه د مذاکره‌کوونکي ټیم له غړو سره شریک کړل.

هغوی له مذاکره‌کوونکي ټیم وغوښتل چې د جګړې د اصلي زیانمنو په توګه معلولین د سولې په مذاکراتو کې هېر نه کړای شي.

شریفې زرمتۍ وردګ هم له ګډونوالو په مننې سره له هغوی وغوښتل چې له مذاکره‌کوونکي ټیم ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ چې د دوی غږ به د مذاکرې تر مېزه رسوي.

حبیبې سرابي دې ته په اشارې سره چې جګړه د ټولو افغانانو ګډ درد دی ټینګار وکړ چې هغه څه چې د جګړې پر زیانمنو تېر شوي د مذاکرې پر مېز به یې شریکوي.

دې د مذاکراتو بریا د زیانمنو تر ملاتړ پورې تړلې وبلله او ویې ویل چې د دوی له ملاتړ پرته به دغه بهیر بریالی نه‌شي.

د یادولو وړ ده چې د سولې د خبرو اترو په اړه د معلولیت لرونکو مېرمنو او نجونو د وړاندیزونو راپور د سولې او آزادۍ لپاره د افغان ښځو د مؤسسې له خوا له ۳۴ ولایتونو راټول شوی او د دغې مؤسسې په وینا له ۱۳۰۰ ډېرو کسانو چې ۷۰ سلنه یې معلولیت لرونکې ښځې او نجونې دي په دغه نظرپوښتنه کې ګډون کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه