د یو شمېر اکاډمیکو بنسټونو او مدني ټولنې طرحه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره شریکه شوه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې ډاکتر عالمې د یو شمېر اکاډمیکو بنسټونو او مدني ټولنې له استازو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د اکاډمیکو او مدني ټولنې د بنسټونو استازو وویل چې د سولې پروګرامونو د طرحو وړاندې کولو او پلي کولو او د سولهغوښتنې فرهنګ په رامنځته کولو کې د سولې په چارو کې د دولت له وازرت سره همکارۍ ته چمتو دي.
د تلپاتې سولې د علمي او څېړنیزې مؤسسې رئیس ډاکتر ادریس رسا وویل چې «د ملي انسجام په رڼا کې سوله» په شعار به د دوی طرحه په هېواد کې او په تېره بیا په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې د سولې فرهنګ له ترویج سره مرسته وکړي.
همدارنګه ښاغلي رسا وویل چې دوی غواړي د دغې طرحې په پلي کولو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ کې د دولت او خلکو تر منځ د ارتباطي پله رول ادا کړي.
د هدا مؤسسې او د تخار د مدني بنسټونو د ائتلاف د مشرتابه د بورډ رئیس سید وحیدالله حقیقي هم وویل چې د سولې ښه فرصت برابر شوی او باید وکارول شي. ده ټنیګار وکړ چې د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ د سولېپنځونې په برخه کې کار کولی شي.
ښاغلي حقیقي د سولې په برخه کې د کاري انګېزې او پوهاوي رامنځته کېدل هغه موارد وبلل چې اړتیا ده د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ کار پرې وکړي.
بل پلو د راه ابریشم د لوړو زدهکړو مؤسسې او د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس ډاکتر محمد امان حیدري وویل چې دوی د سولې په اړه د پروګرامونو جوړېدو ته لېوال دي.
ده زیاته کړه، راه ابریشم د لوړو زدهکړو مؤسسه غواړي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ د جګړې د قربانيانو د کورنیو یو شمېر غړو ته ځانګړی تخفیف ورکړي تر څو هغوی ته په تر ټولو کم لګښټ د لوړو زدهکړو زمینه برابره شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د اکاډمیکو او مدني ټولنې د بنسټونو له استازو مننه وکړه او د سولېپنځونې په برخه کې یې د دوی رول مهم وباله.
ډاکتر عالمې وویل چې د دوی طرحې به دقیقې وڅېړل شي او د وزارت د مشرتابه پلاوي په مشوره به یې د پلي کېدو په اړه پرېکړه وشي.
دې د سولې په برخه کې د بېلابېلو بنسټونو کار یوه اړتیا وبلله او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د بنسټونو او بېلابېلو پاړکو ونډه دغه بهیر لا ښه کولی شي.
