د یوناما د سولې او پخلاینې د برخې له مشر سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د یوناما د سولې او پخلاینې د برخې له مشر سټیو بروکېنګ سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې له بهیره د یوناما د ملاتړ، په قطر کې د سولې د روانو مذاکراتو او را روان جنېوا کنفرانس په اړه خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل چې افغانان د سولې له بهیر څخه د یوناما د ملاتړ او د دغه بهیر د بریالیتوب په برخه کې د یوناما د دوامدارې همکارۍ منندوی دي.
