د ګلبدین حکمتیار سره د سولې په چارو کې د دولت وزير کتنه
د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري د افغانستان اسلامي حزب ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره وکتل.
په دغه کتنه د سولې روانې پروسې ورستيو جزئياتو، په دوحه کې د افغانستان سولې په مذاکراتو او د هېواد په سياسي حالاتو بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي نادري اسلامي حزب د هېواد د اوږدې مودې راهسې يو سياسي حرکت وباله او زياته يې کړه، چې ددې ګوند مشرتابه نظرونه څخه به د سولې پروسې د برياليتوب لپاره ګټه پورته کېږي.
