د کندهار، هرات، ننګرهار، غزني او کندز ولایتونو له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۱:۶
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د معینیت په کوربه‌توب د کندهار، هرات، ننګرهار، غزني او کندز ولایتونو د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي، د دغه پلاوي غړې شریفې زرمتۍ وردګ او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي ګډون کړی و.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر او غړو د سولې مذاکراتو د لومړي دور په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړ چې له بېلابېلو پاړکو سره به د پلاوي مشورتي ناستې د مذاکراتو په دویم پړاو کې هم دوام ولري او دوی به په دوام‌دار ډول د خلکو نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کړي.
ګډونوالو د مذاکره‌کوونکي پلاوي د کارکړنو مننه وکړه، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې د دغه پلاوي له غړو سره شریک کړل.
د وروستیو دوو لسیزو لاسته‌راړونې ساتل، د تاوتریخوالي کمښت او اوربند، د خلکو د آزادیو او حقونو ملاتړ او د سولې په بهیر کې د ولایتونو د خلکو غوښتنو ته ډېره پاملرنه هغه موارد وو چې ګډونوالو مطرح کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه