د کلیوالو ښځو په ګډون د ټولنې د ټولو پاړکو نظرونه د سولې په بهیر کې مهم دي
د مذاکرهکوونکي ټیم د بشري حقونو کمېټې په استازیتوب حبیبې سرابي له یو شمېر هغو ښځو سره چې په ټولنیزو شبکو کې یې «د ښځو د کیسو کمپاین» جوړ کړی و ولیدل او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د کلیوالو ښځو په ګډون د ټولنې د ټولو پاړکو نظرونه مهم دي.
مېرمن سرابي د مذاکرهکوونکي ټیم په اړه د معلوماتو په ورکولو سره د ښاري او کلیوالو ښځو ترمنځ رامنځته شوي واټن ته په اشارې سره وویل چې مذاکرهکوونکی ټیم به په ګڼو ناستو سره د ټولنې د ټولو پاړکو نظرونه ترلاسه کړي.
نوموړې له دغو ښځو وغوښتل چې د سولې لپاره د ولسي بسیج جوړولو په برخه کې له مذاکرهکوونکي ټیم سره همکاري وکړي.
ګډونوالو د دغه کمپاین د موخو او فعالیتونو په یادولو سره ټینګار وکړ چې خلک په ځانګړې توګه افغان مېرمنې نباید چوپ پاتې شي؛ بلکې اړتیا ده چې د لاسته راوړو ارزښتونو او حقونو د ساتلو لپاره خپل غږ پورته کړي.
هغوی د مذاکرهکوونکي ټیم د ملاتړ په څرګندولو سره وویل چمتو دي له دغه ټیم سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
دغو ښځو له مذاکرهکوونکي ټیم وغوښتل چې د سولې په بهیر او د مذاکراتو په جریان کې د کلیوالو ښځو نظرونه هم واورېدل شي او په دې توګه ښکېلې شي.
د یادولو وړ ده چې د ښځو د کیسو کمپاین د خبرو اترو د فضا د دودولو او د ښځو د حقونو د ساتلو او تثبیت او د سولې پر مذاکراتو یې د اغېز په اړه جوړ شوی دی.
