د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو او لوړو زدهکړو وزارتونو له سرپرست وزیرانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په دوو جلا جلا ناستو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو له سرپرست وزیر نصیراحمد دراني او د لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي سره وکتل.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر، سید سعادت منصور نادري ته د سولې په چارو کې د دولت وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان د حکومت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅې به په افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو لامل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر هم له ښاغلي دراني او بالاکرزي څخه مننه وکړه او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پروګرامونو په اړه یې خبرې وکړې.
