د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

a.zia
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Smp

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ، د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترسلاکار پرستو ياري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان، هماهنګۍ برنامو رئيس شکيب شريفي او ددې وزارت د کارمندانو په شتون کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د برنامو په تالار کې ترسره شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار پرستو ياري په دې برنامه کې وويل: که څه هم د سولې پروسې په اړه خوشبیني کمه شوې، مګر د افغانستان خلک، بايد د سولې په پروسه باور وکړي: ځکه چې د سولې ترلاسه کولو لپاره طلایي فرصت موجود دی.
هغه وویل، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دولت او ملت ترمنځ د ارتباط په توګه ، د خلکو غوښتنې ، نظرونه او غږونه د ملي مصالحې عالي شورا او مذاکراتي ټیم ته رسوي او دا وزارت د مختلفو اقشارو څخه د مشورتي ډلو په جوړولو سره خلکو سره په دوامداره توګه په اړيکه کې دی.
هغه وویل چې د افغانستان خلک د سولې په راوستو کې متحد دي: ځکه چې هرڅوک د جګړې په پای ته رسولو او د سولې خبرو نتيجې  رسولو باندې ټینګار کوي.
هغې د مذاکرې میز د افغانانو هیلو، نظرونو او سولې هدف ته د رسیدو یوازینۍ لار ياده کړه.
د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان، هماهنګۍ او برنامو عمومي رئیس شکیب شریفي د سولې موضوع پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل که څه هم د مذاکراتو مقابل اړخ غوښتنې یو اړخیزې دي او دوی خپلې ډیری ژمنې ندي پوره کړي ، خو د سولې لپاره د حکومت لیدلوری د اوربند اعلان، هر اړخیز مذاکرات او د افغانانو د لاسته راوړنو ساتنه ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د خبرو اترو او سولې ته د رسېدو فرصت رامنځته شوی او په جګړه کې د ښکېلو خواوو څخه د افغانستان خلکو تمه داده، چې  د سولې رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د امنیتي ، دفاعي ، ملکي او زندانیانو چارو د همغږۍ رئيس ډاکټر فضل الله فایز ددې رياست د فعالیتونو او ددې برنامې د ترسره کولو هدف په اړه معلومات وړاندې کړل.
د سولې برخې ښوونکي عبدالناصر فولاد د سولې مفاهيمو، شخړې، تاوتريخوالي او کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د سولې جوړونې په برخه کې پرزنټيشن وړاندې کړ.
د یادونې وړ ده چې دا برنامه له دې وړاندې د سرحدونو او قبایلو چارو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتولۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ ترسره شوې وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه