د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړ

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۴:۵۴
SMP

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو له ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند سره په لیدنه کې د سولې د بهیر ملاتړ اعلان کړ.
د کاپیسا یوه قومي مشر آغاشیرین صافي وویل چې د جګړې په کلونو کې د جګړې اصلي زیان خلکو ته اړولی او همدا خلک دي چې د سولې لپاره کار هم کولای شي.
ده ټینګار وکړ چې که دوی ته د همکارۍ لپاره زمینه برابره شي، د سولې په بهیر کې به د همکارۍ لپاره له هېڅ ډول قربانۍ څخه په شا نه‌شي.
ښاغلي صافي هیله وښوده چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د سولې لپاره د خلکو د خبرو او مشورو اخیستلو لپاره زمینه برابره کړای شي.
حاجي انځورګل صافي هم د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هر ډول شرایطو کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکارۍ ته چمتو یو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند له دغو قومي مشرانو مننه وکړه او ویې ویل: د ویاړ ځای دی چې د هېواد له ګوټ ګوټه خلک د سولې وزارت ته راځي او د سولې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
ده ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د فعالیت بنسټ د خلکو نظرونه دي او ویې ویل چې د سولې بهیر به د سولې په چارو کې د دولت وزارت په مدیریت او د خلکو په نظرونو سره پر مخ یوړل شي.
همدارنګه ښاغلي څرګند یوځل بیا د سولې لپاره کار د هر افغان ایماني او انساني مسوولیت وباله او د دغه مسوولیت پر ادا کولو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه