د کاناډا له سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي، په کابل کې د کاناډا له سفیر ډېو متکالف سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول خبرې وکړې.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي وویل، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځو مشورتي بورډ جوړ کړی دی. دغه بورډ د سولې بهیر په بېلابېلو پړاوونو کې دغه وزارت ته مشوره ورکوي او د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه به د ښځو غږونه منعکسوي.
د کاناډا سفیر د سولې په چارو کې د دولت وزارت د وروستیو هڅو په ستایلو سره وویل، دغه هېواد د سولې په بهیر کې د ښځو له پراخ حضور څخه ملاتړ کوي او هیلهمندي يې وښوده چې یوازې د کابل نه بلکې د ټول افغانستان ښځې په دغه بهیر کې ښکېلې ښي.
ښاغلي رحیمي د سولې په برخه کې د ښځو د حضور په برخه کې د کاناډا له ملاتړ مننه وکړه او په افغانستان کې یې د کاناډا سفیر ډېو متکالف ته بلنه ورکړه چې د نړیوالې ټولنې او دغه وزارت ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کېدو لپاره، د سولې بهیر له ملاتړې ډلې سره یو ځای شي.
