د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه‌وړلو شپاړس ورځنی کمپاین پیلیږي

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۸:۴۷
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د دغه وزارت د ښځینه کارکوونکو په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو شپاړس ورځني کمپاین د پيل لپاره د چمتووالي ناسته وشوه.

ډاکتر عالمې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو شپاړس ورځني کمپاین لپاره د چمتووالو په اړه خبرې وکړې.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې وویل چې دغه وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو قانون پلي کولو او د خوندي کاري فضا رامنځته کولو ته ژمن دی. دې زیاته کړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو شپاړس ورځني کمپاین د موخو په لړ کې دې د دغه قانون د پوهاوي په برخه کې کار وشي.

ډاکترعالمې همدا راز وویل هغه خبرې چې پر همدې موضوع په مخکېنیو ناستو کې شوې دي او د وزارت د ښځینه کارکوونکو واندیزونه او ستونزې تعقیب شوې او د حل په موخه يې اقدام شوی دی.

دې ټینګار وکړ چې ډېر ژر به د وزارت د کارکوونکو لپاره د پوهاوي لنډمهالی پروګرام پیل شي چې منځپانګه به يې د ښځینه کارکوونکو د نظرونو پر بنسټ وي.

د ناستې پر دوام په کاري چاپېریال کې د ښځو د خوندیتابه په اړه د پوښتن‌پاڼې له لارې د ګډونوالو نظرونه واخیستل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه