د ښځو له ونډې پرته به تلپاتې سوله ټینګه نهشي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترې سلاکارې پرستو یاري د بامیانو او جوزجان ولایتونو د ښځو چارو د رئيسانو او د ښځو حقونو د فعالانو په ګډون جوړه شوې آنلاین ناسته کې سولې ته رسېدل د افغانستان د ټولو ښځو ګډه هیله وبلله او ویې ویل چې ښځې سولهجوړوونکې او سولهپالونکې دي او ټولنیزه او سیاسي سوله د هغوی له ونډې پرته نهشي تضمینېدای.
مېرمن ياري د سولې په بهیر کې د ښځو د رول اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د سولې د ټينګښت لپاره په دغه بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو د ونډې اړتیا ده او تلپاتې سوله تر هغو چې ښځې نهوي پکې ښکېلې نهشي ټینګېدای.
دې همدا راز ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تل هڅه کړې چې ښځې د سولې په بهیر کې رغنده رول ولري.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترې سلاکارې «د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډلې» په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغې ډلې د جوړېدو چارې تسهیل کړې او تر اوسه د دیارلسو ولایتونو استازو په دې ډله کې ونډه اخیستې. نوموړې زیاته کړه دغه ډله هڅه کوي چې د ټولو ولایتونو استازې پکې حضور ولري.
نوموړې همدا راز وویل دغه ډله د سولې په بهیر کې له کلیو او بانډو نیولې تر ولسوالیو او ولایتونو د ټولو ښځو د نظرونو او وړاندیزونو د ځایولو پر مېکانېزم کار کوي.
د ناستې ګډونوالو هم د سولې په بهیر کې د ښځو د ښکېلتیا، له مذاکرهکوونکي ټیم سره د ښځو د ارتباط د مېکانېزم، د ښځو د لاستهراوړنو ساتنه او د سولې په بهیر کې د ښځو د رول په اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کړنلارې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه ناسته د سولې په بهیر کې د ښځو د ښکېلولو په اړه د لنکن ښوونیز مرکز په نوښت او کوربهتوب جوړه شوې وه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترې سلاکارې او د بامیانو او جوزجان ولایتونو د ښځو چارو رئيسانو او نورو فعالانو پکې ګډون کړی و.
