د ښځو له معنادار حضور پرته به سوله رانه‌شي

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۵:۳۷
Smp

 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د افغانستان د سولې ډیالوګ په نامه په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ او د سولې په بهیر کې یې د ښځو پر ونډه ټینګار وکړ. دې وویل چې د دایمي سولې د ټينګښت لپاره باید په دغه بهیر کې د ښځو معنادار حضور تضمین شي.
ډاکتر عالمې د ملګرو ملتونو د ښځو له دفتر څخه د دغې ناستې د جوړولو لپاره مننه وکړه او ویې ویل چې ښځې د افغانستان د جمعیت لویه برخه ده او د دوی له معنادار ګډون پرته به ټولنیز عدالت پلی نه‌شي.
ډاکتر عالمې ټینګار وکړ چې افغانې ښځې به هېڅکله شا ته ونه‌ګرځي او افغانان به هم داسې هوکړه ونه‌مني چې په هغې کې د ښځو ونډې ته پام نه وي شوی او د خلکو اساسي حقونه او لاسته‌راوړنې پکې ونه‌ساتل شي.
دې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، دغه وزارت ځینې چوکاټونه جوړ کړي چې له ښځو سره مرسته کوي تر څو د سولې په بهیر کې ونډه واخلي او په دغه بهیر کې یې غږ واورېدل شي.
ډاکتر عالمې زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت داسې میکانیزمونه هم جوړ کړي چې په مرسته یې بېلابېل پاړکي د سولې په بهیر کې شریک شي او د همدغو میکانیزمونو له مخې له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناستې شوې دي.
همدا راز دې د افغانستان د سولې ډیالوګ د جوړولو لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر د نوښت هرکلی وکړ او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه نوښت ملاتړی دی.
د ملي مصالحې د عالي شورا غړې زرقا یفتلي د سولې بهیر د اغېزناکتیا په خاطر د وړاندیزونو شریکولو لپاره د سولې د محلي ډیالوګ پیل یو ګټور ګام وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د سولې په بهیر کې د ښځو د رول ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د فنلنډ سفیر پیکا کوسانین د سولې په بهیر کې د ښځو پر ګډون ټينګار وکړ او ویې ویل چې د سولې او ملي پخلاینې بهیر د ښځو له ګډون پرته عملي او شونی نه دی.
ده ټینګار وکړ چې ښځې باید د پالیسۍ جوړونې او تصمیم‌نیونې په برخو کې ونډه ولري.
د ملګرو ملتونو د ښځو له دفتر څخه الیتا مېلر د افغانستان د سولې ډیالوګ په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر هڅه کوي داسې چوکاټ جوړ شي چې د افغانستان ښځې په پالیسۍ جوړونه او تصمیم‌نیونه کې ونډه ولري.
دې ټینګار وکړ چې تاوتریخوالی د ټولنې تر نورو پاړکو ښځو ته ډېر زیان رسوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه