د ښځو او بېلابېلو ډلو د مشارکت پالیسۍ د رهبرۍ کمېټې ناسته وشوه

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۲
SMP

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو حبیبې سرابي او فوزیې کوفي په حضور کې د ښځو او بېلابېلو ډلو د مشارکت پالیسۍ د رهبرۍ کمېټې ناسته وشوه چې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې زهرې مطهر احمدزۍ، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې او د ملي مصالحې عالي شورا یو شمېر غړو پکې ګډون کړی و.
په دې ناسته کې د سولې په بهیر کې د زیان‌منونکو پاړکو او لږکیو په ګډون د ښځو او بېلابېلو ډلو د مشارکت پالیسۍ پر طرحه بحث وشو.
د یادونې ده چې د دغې پالیسۍ تطبیق د مشورو او نظریاتو اخیستلو ته زمینه برابروي او همدا راز د سولې په بهیر کې د ښځو، زیان‌منونکو پاړکو او لږکیو د لا ډېر مشارکت او د ښکېلو بنسټونو د رول اداینې ته لاره هواروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه