د ډاکتر ناکامورا خدمتونه نه هېرېدونکي دي

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۴:۳۶
Jaban

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند په کابل کې د جاپان له سفیر میڅو جي سوزوکا سره وکتل.
لومړی ښاغلي څرګند د ډاکتر تیڅو ناکامورا د مړینې له امله د خپل تأسف او ماتم مراتب څرګند کړل او ویې ویل چې ډاکتر ناکامورا د افغانستان د خلکو په زړونو کې دی؛ هېڅکله به یې شخصیت او د افغانستان خلکو ته کړي خدمتونه هېر نه‌شي.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د افغانستان او جاپان د دوستۍ مخینې ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکه نه‌پرې کېدونکې وبلله او ټینګار یې وکړ چې د جاپان ملت او دولت د افغانستان د ملت او دولت تر څنګ ولاړ دی. ده زیاته کړه: جاپان چې څومره توان لري، په افغانستان کې به یې د سولې او ملي پخلاینې د ټينګښت لپاره ونه‌سپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه