د چین له نوي سفیر سره د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د چین له نوي سفیر وانګ یو سره تېره ورځ د جمهوري ریاست په ارګ کې په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
دواړو لورو په بېجېنګ کې د افغانانو د سولې د راتلونکې ناستې او د دغې ناستې لپاره په چمتووالو خبرې وکړې. همدا راز په دغه لیدنه کې د دواړو لورو د پلاوو د حضور په څرنګوالي او د دغې ناستې په چارچوکاټ خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه، چې حکومت په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د کارنده ګامونو اخیستلو ته ژمن دی.
